د اسټراليا چارواکي خبر ورکوي چې په افغانستان کې د خپلو هڅو د همغږي کولو او دغه راز د ياد هېواد اړوند نور مسايلو په اړه يې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره لېدنې او کتنې کړي دي.
د افغانستان لپاره د اسټراليا لنډمهالي ماموريت په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د اسټراليا چارواکو نن يکشنبه د (مرغومي په ۲۶مه) په دوحې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دېبورا لاينز سره ليدلي دي.
په ټوېټ کې زياته شوې چې د يادې لېدنې پرمهال د د واړو لوريو ترمنځ د افغانستان اوسني وضعيت په اړه ګټور بحث او خبرې شوي.
که څه هم د افغانستان لپاره د اسټراليا لنډمهالي ماموريت د يادې لېدنې په اړه جزيات نه دي خپاره کړي، خو ډاډ يې ورکړی چې اسټراليا له ملګرو ملتونو سره د افغانانو د ملاتړ په موخه له نږدې کار کوي.