Home » افغانستان » پاکستان: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم غځولو کارونه به له طالبانو سره په موافقه بشپړ شي

پاکستان: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم غځولو کارونه به له طالبانو سره په موافقه بشپړ شي

د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وايي، پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو چارې تر ډېره بشپرې شوي او يوازې پاتې لږه برخه به يې هم له طالبانو سره په موافقه بشپړه شي.

نوموړي په پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) په اسلام‌اباد کې خبريالانو ته ويلي، پر ډيورنډ کرښه د اغز سيم د غځولو چارې ۲۶۰۰ کېلومټره بشپرې شوي او دا کار يوازې ۲۱ کېلومټره نېمګړی پاتې دی.

شېخ رشيد طالبانو ته د پاکستان د وروڼو خطاب کړی او ويلي يې دي چې هېواد به يې د ياد سيم د غځولو په برخه کې د دوی موافقه ترلاسه کړي.

تر اوسه اسلامي امارت د نوموړي د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د دفاع وزارت وياند عنايت‌الله خوارزمي ويلي و چې پاکستان پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو حق نه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...