Home » سیمه او نړی » قزاقستان کې د ملي امنيت کميټې لرې کړل شوی مشر د خيانت په تور نيول شوی

قزاقستان کې د ملي امنيت کميټې لرې کړل شوی مشر د خيانت په تور نيول شوی

د قزاقستان ملي امنيت کميټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې له يو لړ څېړنو وروسته يې د دغه هېواد د ملي امنيت کميټې لرې کړل شوی مشر د لوی خيانت په تور نيولی دی.

کريم ماسيم‌اف تېره اوونۍ د لاريونو پراخېدو په ترڅ کې د ولسمشر قسيم جومرت توکايف له لوري له دندې شو. د ملي امنيت کميټې زياته کړې، له دندې د نوموړي تر لرې کېدو وروسته، د ماسيم‌اف په اړه څېړنې پيل شوې او د يادو د څېړنو په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې کريم ماسيم‌اف دې د لوی خيانت په تور ونيول شي.

ماسيم‌اف د قزاقستان پخواني ولسمشر نور سلطان نظر بايف ته نږدې او اعتمادي کس دی چې دامهال د قزاقستان په اوسنيو نااراميو کې پر لاس لرلو تورن شوی.

د قزاقستان په اوسنۍ ناارامۍ کې تر دې مهال ۲۶ لاريون کوونکي او د امنيتي ځواکونو ۱۸ غړي وژل شوي دي. د دې ترڅنګ له ۴۴۰۰ ډېر لاريون کوونکي د قزاقستان ځواکونو له لوري نيول شوي هم دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...