د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، دامهال د ژمې اورښتونو او يخې هوا پر مهال افغانان له سخت وضعيت سره مخ دي او جدي مرستو ته اړتيا لري.
نوموړي پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې خلک خوراکي توکي، سرپنا او ګرمې جامې نه لري او له همدې کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ملا برادر زياته کړې چې نړيوال دې له سياسي تعصب پرته په افغانستان کې د خلکو دې وضعيت ته په پام سره، بشري مرستې زياتې او دوام دې ورکړي.
نوموړی له نړيوالو دا غوښتنه داسې مهال کوي چې د وروستيو اوښتونو په ترڅ کې راوتلو سېلابونو د هېواد سوېلي سيمو اوسېدونکي زيانمن کړل او له دې سره په بېلابېلو نورو ولايتونو کې هم خلکو د خپلو ستونزو د حل په اړه پر حکومت د همکاريو غږ وکړ.