د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره هئیت د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره خبرې کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي،چې تېر ماښام ملابرادر او مایک پومپیو د بین الافغاني خبرو د پیل، د بندیانو خلاصون او روان وضعیت په تړاو خبرې کړي.
سهیل شاهین لیکلي:” په دغه ویډیو لیدنه کې د بین الافغاني خبرو د پیل او روان وضعیت په تړاو خبرې وشوې”.
شاهین زیاته کړې،چې دواړو خواوو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالبانو د پاتې بندیانو خلاصون مهم ګڼلی.
همداراز په دغه ویډیو لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د لوی اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند هر کلی کړی دی.