Home » افغانستان » د وروستيو سېلابونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي

د وروستيو سېلابونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي

د وروستيو اورښتونو په ترڅ کې د سېلابونو راوتو، په يو شمېر ولايتونو کې د مالي زيان ترڅنګ خلکو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي.

د شمېرو له مخې د يادو سېلابونو له امله، ۱۱تنه مړه شوي او ۲۳تنه نور ټپيا شوي دي. دغه سېلابونه په کندهار، هلمند، بدخشان، جوزجان، فراه، ننګرهار، تخار، نېمروز او کابل ولايتونو کې راوتلي دي.

د مړو او ټپيان شمېرې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو هم تائيد کړي دي. له دې سره د رئيس‌‌الوزرا لومړي مرستيال او له طبيعي پېښو سره د مبارزې عالي کمېسيون رئيس ملا عبدالغني برادر په سېلاب ځپلو سيمو کې مسوولانو ته امر کړی، چې زيانمنو خلکو ته ژر مرستې ورسوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...