Home » افغانستان » قرېشي: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار غځولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوو

قرېشي: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار غځولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوو

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اسلامي امارت ځواکونو د هغو اقداماتو په اړه غبرګون ښودلی چې له مخې يې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار د غځولو مخه نيول شوې.

نوموړي د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، يو شمېر کسان هڅه کوي چې دا موضوع لويه کړي خو د نوموړي په خبره په دې شر کې د پاکستان ګټه نشته او له هغه څه به ساتنه وکړي چې د پاکستان په کې ګټه وي.

قرېشي زياته کړې چې د رامنځته شوې ستونزې د حل په اړه به له طالبانو سره له سياسي لارې يوې پايلې ته ورسېږي.

پرون دوشنبه د (مرغومي په ۱۳مه) د پاکستان اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستان حکومت معتبرې سرچينې په حواله راپور ورکړ چې پر ډيورنډ کرښه د اسلامي امارت له لوري د اغزن تار مخنيوی له زغم وتلی کار دی.

دې سرچينې زياته کړې وه چې پاکستان دولت به په دې اړه د خپل دريځ روښانه کولو په موخه، ژر يوه اعلاميه خپره کړي.

له دې سره د ملي دفاع وزارت د وياند عنايت‌الله خوارزمي په حواله داسې راپورونه خپاره شوي، چې ويلي يې دي پاکستان پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو او په دې توګه د کرښې د وېشلو حق نه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...