د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، چې ټاکل شوې نن سه شنبه د اګیسټ ۴ (زمري ۱۴مه) د سولې په تړاو کابل به د دوه مهمې سيمه یيزې او نړيوالې ناستې کوربه وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د یادو غونډو کوربه دی په خبره یې دې ناستو کې د ګڼو سيمهييزو او نړيوالو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو استازي ګډون کوي.
د ګران هیواد په وینا د دې غونډو هدف، له نړیوالو سره خپلې اندېښنې او نظرونه شریکول، د سولې په اړه د سيمهييزې او نړيوالې اجماع پياوړي کول، د سولې پر روان بهیر او د نړیوالو پر همکاریو خبرې کول دي.
دغه راز نوموړی وایي چې د نورو اړونده مسایلو ترڅنګ به په دې غونډو کې د پاتې ۴۰۰ طالب بنديانو د خلاصون په اړه د مشورې غوښتو لپاره د لويې جرګې رابللو په تړاو هم بحث او خبرې کېږي.