Home » سیمه او نړی » “د اومېکرون چټکې پراختيا له امله د کرونايي سونامي راپورته کېد خبرداری ورکړل شوی”

“د اومېکرون چټکې پراختيا له امله د کرونايي سونامي راپورته کېد خبرداری ورکړل شوی”

د روغتيا نړيوال سازمان خبردادری ورکړی چې د کرونا وېروس اومېکرون بڼه د دېلتا هغې په پرته چټکه خورېږي او د دغه سازمان په خبره، که د دېلتا ترڅنګ د اومېکرون په چټکه توګه خورېدل هم دوام وکړي، نو د کرونايي سونامي د راپورته کېدو احتمال شته.

دا څرکندونې د روغتيا نړيوال سازمان رئيس تدروس ادهانوم ګبريسوس پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۸مه) يوې انلاين غونډې ته کړي دي. نوموړي زياته کړې چې د کرونايي پېښو له زياتېدو سره د هېوادونو پر روغتيايي سيسټمونو فشار ښايي ډېر شي.

په داسې حال کې چې د ۱۹۲ هېوادونو له ډلې لا هم ۹۲ هېوادونو خپل وګړي تر ۴۰ سلنې د کووېډ۱۹ پر وړاندې نه دي واکسين کړي، د روغتيا نړيوال سازمان پر يادو هېوادونو غږ کړی چې تر راتلونکې جولای پورې بايد د خپلو وګړو ۷۰ سنله واکسين کړي.

کبريسوس زياته کړې چې دامهال د تېرې اوونۍ په پرتله په نړيواله کچه د کووېډ۱۹ پېښې ۱۱ سلنه زياتې شوي دي. د نوموړي د شمېرو له مخې له تېر اکټوبر راهيسې په اروپا کې د ټولو پېښو د نيمايي په اندازه ۳ سلنه، په امريکا کې ۳۹ سلنه او په افريقا کې بيا ۷ سلنه د کووېډ۱۹ پېښې په ترتيب سره زياتې شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...