د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين يو وار بيا د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د امنيتي تهديدونو په اړه اندېښنه ښودلې زياته کړې يې ده، چې ياد تهديدونه د روسيې متحدانو پر وړاندې ننګونه ده.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر پوتين دا څرګندونې د تاجکستان له ولسمشر اما علي رحمان سره په لېدنه کې کړي او زياته کړې يې ده چې د يادې موضوع په تړاو تل د تاجکستان له ولسمشر سره په اړيکه کې دی.
روسيې يادو اندېښنو ته په پام سره پر وسلو او مهماتو د تاجکستان د ځواکونو د سمبالولو لړۍ پيل کړې چې يوه مرحله يې څو ورځې وړاندې پای ته ورسېده.
په دې مهماتو کې د اېس-۳۰۰ دفاعي سيسټم نصبول هم شامل دي چې ورسره به د بېروني تهديدونو پر وړاندې د تاجکستان دفاعي وړتيا لوړه کړي.