د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون چهارشنبه ناوخته د (مرغومي په لومړۍ) هغه پرېکړهليک تصويب کړ چې له مخې يې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد اسانه کېږي.
په دې پرېکړهليک کې د افغانانو پر لوږې د انديښنې څرګندولو ترڅنګ ويل شوي، له افغانستان سره ترسره کېدونکي بشري مرستې د طالبانو پر مشرانو له لګېدلو بنديزونو سره په ټکر کې نه دي.
د دغه تصويب شوي پرېکړهليک له مخې، افغانستان ته د بشري مرستو او نغدې پانګې د لېږلو په موخه د فعاليتونو اجازه ورکړل شوې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يوناما بيا د دې پرېکړې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې له دې کار سره به ميليونونه اړمنو افغانانو ته د مرستې رسولو زمينه برابره شي.
يوناما په دې اړه خپل يوه خپاره کړي پيغام کې د ملګري ملتونه له اوسنيو چارواکو او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د پراخ اقتصادي بحران په ګډون چې د افغانستان پر ټولنه اغيزکوي، د افغانستان د خلکو اړتياوو او حقونو د ملاتړ لپاره راتلونکي ضروري ګامونو پورته کول چټک کړي.