د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د روان ۲۰۲۱ زېږديز کال وروستيو ورځو ته په اشارې سره ويلي، دا مهال هېڅ امريکايي سرتېری په افغانستان کې موجوديت نه لري.
نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې د دوو لسيزو جګړې پرمهال يې، له يادې جګړې ډېر څه زده کړي خو دا چې څه يې زدهکړي، په دې اړه يې نور وضاحت ورنه کړ.
نوموړي پرون ناوخته د (لېندۍ په ۳۰مه) واشنګټن کې يوې خبري ناستې ته په دې اړه زياته کړه، په داسې حال کې چې دامهال په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېری موجود نه دی، د امريکا دولت د کال په وروستيو ورځو کې هېڅ کوم سرتېری هم دې هېواد ته نه لېږي.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته، د اګسټ په ۳۱مه امريکايي او نور بهرني سرتېري په شپړ ډول له افغانستان څخه ووتل.