د ترکيې چارواکو خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به يې سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي او دغلته به خپلو فعاليتونه پيل کړي.
دا څرګندونې د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو په اسلاماباد کې د اسلامي همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې، د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره د لېدنې پرمهال کړي دي.
نوموړي زياته کړې، د ترکيې سوداګر او کمپنۍ چمتوو دي چې په افغانستان کې د پانګونې په کولو سره، دغلته خپل فعاليتونه پيل کړي.
بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې متقي په اسلاماباد کې د يو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره هم لېدلي او ورسره يې پر اقتصادي او سياسي پر پياوړتيا خبرې کړې دي.