Home » افغانستان » طارق علي بخيت د فغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړی استازی وټاکل شو

طارق علي بخيت د فغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړی استازی وټاکل شو

د اسلامي همکاريو سازمان خبر ورکړی چې په افغانستان کې د روان وضعيت د مستقيمې څارنې په موخه يې دې هېواد ته ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د ياد سازمان له لوري په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، طارق علي بخيت پرون يک‌شنبه د اسلامي همکاريو سازمان له لوري د افغانستان لپاره په کلتوري او ټولنيزو چارو کې د ياد سازمان ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

دې سازمان پرون د (لېندۍ په ۲۸مه) د افغانستان په اړه خپله ۱۷مه فوق‌العاده غونډه وکړه چې په کې يې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره د يوه مالي صندوق د جوړولو پرېکړه وکړه.

د ياد سازمان د پرېکړې له مخې، دغه مالي صندوق به د اسلامي نړيوال پراختيايي بانک تر څار لاندې جوړ او فعاليت وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...