Home » سیمه او نړی » برېتانيا د روسيې پر وړاندې د اوکراين دفاع په موخه دې هېواد ته سرتېري لېږي

برېتانيا د روسيې پر وړاندې د اوکراين دفاع په موخه دې هېواد ته سرتېري لېږي

د برېتانيا دفاع وزير بن والس وايي، د دې امکان شته چې برېتانيا او متحدان يې پر اوکراين د روسيې د بريد په ترڅ کې ياد هېواد ته سرتېري ولېږي.

نوموړي دا څرکندونې د تېر پنج‌شنبې په ورځ د (لېندۍ په ۲۵مه) د هغې اعلاميې په تعقيب کړي چې د بن والس او د اوکراين دفاع وزير اوليکسي يوريوويچ رزنيکوف له لوري په ګډه خپره شوې وه.

په دې اعلاميه کې ويل شوي، برېتانيا د اوکراين له خلکو سره اوږه په اوږه ولاړه ده او په هره سختۍ کې يې لاس‌نيوي ته تياره ده.

خو بن والس په تازه څرکندونو کې ويلي، چې د روسيې له لوري د اوکراين خلاف اقدام کولو په صورت کې به خپل سرتېر له اوکراين څخه د دفاع په موخه دې هېواد ته ولېږي.

نوموړي دا هم ويلي چې د ورته اقدام په صورت کې به پر روسيې ډېر او سخت بنديزونه وضعه شي. بن والس داسې مهال اوکراين ته د خپلو سرتېرو ته د لېږلو احتمال بيان کړی چې روسيې له امريکا غوښتي، څو د روسيې او د دغه هېواد په ګاونډ کې د ناټو د نفوذ زياتولو مخنيوی وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...