Home » افغانستان » نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه کېږي

نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه کېږي

ټاکل شوې نن يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۸مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاريو سازمان غونډه ترسره شي.

په دې غونډه کې د بحث تمرکز په افغانستان کې د وروستيو تحوولاتو له امله پر رامنځته شوي بشري وضعيت دی. د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم په دې غونډه کې د ګډون په موخه اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

اسلام‌اباد ته تګ پرمهال اميرخان متقي خبريالانو ته وويل، تمه لري چې له اسلامي نړۍ سره به د متقابلو همکاريو چينل رامنځته شي. نوموړي دغه راز زياته کړې چې په ياده غونډه کې ټولو ګډونوالو هېوادونو ته يو وار بيا ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوربه د هېچا پر ضد ونه کارول شي.

ټاکل شوې سبا د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غړي هېوادونه غونډه جوړه شي او په دې غونډه کې به د افغانستان پر بشري وضعيت خبرې وشي.

له دې وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي و، دا غونډه د افغانستان بشري وضعيت په سمولو کې خورا مؤثره ده چې په خبره يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي او دغه راز د نړيوالو مالي سازمانونو استازي هم وربللي شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...