Home » سیمه او نړی » جاپان کې د اور لګېدنې له امله ۲۷ تنه وژل شوي

جاپان کې د اور لګېدنې له امله ۲۷ تنه وژل شوي

نړيوالو رسنيو د جاپان دولتي ټلوېزيون NHK په حواله خبر ورکړی چې د دغه هېواد اوساکا ښار په روغتون کې اور لګېدلی او زياتوي چې د يادې اور لګېدنې ډېری قربانيان په روغتون کې موجود ناروغان وو.

په راپورو کې ويل شوي، يوه کس چې ګومان کېږي پر رواني ناروغۍ اخته دی، اوبلن ګاز روغتون ته راوړی و او له همدې کبله اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې د ۲۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. پوليسو ويلي چې د هغه کس د نيول کېدو هڅې يې پيل کړې چې د يادې اور لګېدنې لامل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...