Home » افغانستان » نصير احمد فايق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی ټاکل شوی

نصير احمد فايق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی ټاکل شوی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ خبر ورکړی چې نصير احمد قايق په دغه سازمان کې د افغانستان دايمي استازی ټاکل شوی دی.

د افغانستان استازولۍ په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، فايق به له دې وروسته د غلام اسحاقزي پر ځای په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه دنده مخ ته وړي.

له دې سره نصير احمد فايق هم په خپل ټوېټر کې لېکلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ مسووليت په سختو شرايطو کې اخلي او په خبره يې هڅه کوي چې د افغانان غږ تر نړيوالو ور ورسوي.

بل پلو د اسلامي امارت له لوري يادې څوکۍ ته نوماند سهيل شاهين هم د ياد بدلون په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، اوس مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ حق اسلامي امارات لري.

نوموړي ويلي چې ملګري ملتونه دې د بې ‌پرېتوب په حفظولو سره، ياده څوکي اسلامي امارت ته ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...