Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد پرمهال پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد پرمهال پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوليسو وسله‌وال بريد شوی چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

پېښه ځايي چارواکو هم تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياد بريد بېګا د شپې ناوخته ډېورنډ کرښې ته څېرمه د غلام خان په ډانډګي سيدګۍ سيمه کې شوی دی.

دوی ويلي چې په دې وسله‌وال بريد کې د پي‌ټي‌سي‌اېل په نوم د يوې مخابراتي شبکې ساتونکي پوليس په نښه شوي دي.

تر اوسه د ياد وسله‌وال بريد مسووليت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی. په دې وروستيو کې پر پاکستاني پوځيانو او پوليسو مرګوني بريدونه زيات شوي چې په ترڅ کې يې تېره چهارشنبه د پاکستان په ستر ښار لاهور کې هم پر پوليسو بريد شوی و.

د ورته اکثره بريدونو مسووليت تحريک طالبان پاکستان او يا هم د بلوڅ بېلتون‌پالو له لوري په غاړه اخيستل کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...