د بلوچستان ايالت اړوند د پاکستان او ايران ترمنځ پر ګډه پوله، د پاکستاني پوځيانو پر پوسته وسلهوال بريد شوی چې په ترڅ کې يې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
ځايي اوسېدونکو ويلي، چې وسلهوالو د پاکستاني پوځيانو پر پوسته د سپکو او درنو وسلو شديد جنګ وکړ او يادو پوځيانو ته د درنې مرګ ژوبلې له اړولو وروسته بېرته ستانه شول.
که څه هم ځايي اوسېدونکو پاکستاني ځواکونو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي په ډاګه کړي، خو ويلي يې دي چې له پوستې يې ګڼې جنازې وتلي دي.
ياد بريد د پاکستان پوځ هم تائيد کړی او ويلي يې دي چې پر پوستې دغه بريد کې يې يوازې يو پوځي وژل شوی دی. د پاکستان پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې وسلهوالو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې، خو کره شمېر يې نه دی ښودلی.
تر اوسه د بريد مسووليت کومې ډلې نه دی اخيستی خو په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو د ورته مرګونو بريدونو پړه ډېر وارې بلوڅ بېلتون پالو منلې.