Home » افغانستان » پاکستان: وېره شته چې نړۍ به افغانستان يوازې پرېږدي

پاکستان: وېره شته چې نړۍ به افغانستان يوازې پرېږدي

د پاکستان ايکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د دغه هېواد د نړيوالې ارزونې د بنسټ په حواله راپور خپور کړی چې پاکستان وېره لري نړۍ به افغانستان ته شا او يوازې به يې پرېږدي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، که نړۍ له افغانستان سره دخيله پاتې نه شي نو دغه هېواد يو وار بيا يوه بلې بې‌ثباتۍ خوا ته تلونکی دی چې په ترڅ کې به يې نه يوازې سيمه او ګاونډيان، بلکې ټوله نړۍ له ستونزو سره مخ شي.

په راپور کې ويل شوي، له ۶ تر ۱۲ مياشتو هم داسې احتمال شته چې د طالبانو حکومت مستحکم نه شي نو له همدې کبله د احتمالي بي‌ثباتۍ په صورت کې د کډوالو د يوې بلې څپې د راپورته کېدو شونتيا هم شته.

ورځپاڼې د پاکستان نړيوالې څېړنې په بنسټ کې د سرچينو په حواله زياته کړې، د افغانستان ګاونډيان او په ځانګړې توګه پاکستان نور دا تاب نه لري چې له دې زيات افغان کډوالو ته ځای ورکړي.

دې بنسټ ټينګار کړی چې نړيواله ټوله او په ځانګړې توګه لوېديځ دې په افغانستان کې تېرې تجربې نه تکراروي او د افغانستان ترڅنګ دې پاتې شي.

په راپور کې ويل شوي، له نړيوالو سره د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو د هرې ليدنې پر مهال ټينګار شوی چې له افغانستان سره دې تعامل وشي او په دې هېواد کې د بشري بد وضعيت مخنيوي په موخه دې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې شي.

د ايکسپرېس ټرېبيو په راپور کې د دغه هېواد د نړيوالې څېړنې د بنسټ په حواله ويل شوي، پاکستان ته په کار ده چې په افغانستان کې د احتمالي بې‌ثباتۍ د مخنيوي او دغه راز له افغانستان سره تعامل ته د نړيوالې ټولنې قانع کولو په موخه خپلې ډيپلوماټيکې هڅې دوه برابره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...