Home » افغانستان » طالبان د حکومتولۍ په اړه د ديني عالمانو مشورتي شورا رابولي

طالبان د حکومتولۍ په اړه د ديني عالمانو مشورتي شورا رابولي

اسلامي امارت خبر ورکړی چې د حکومت د چارو پر مخ وړلو لپاره به په نږدې راتلونکي کې د ديني عالمانو يوه مشورتي شورا را وبولي.

د چارواکو په خبره، دغه شورا به د حکومتولۍ د مخته وړلو په موخه يو واضيح چوکاټ ترسيم کړي څو پر بنسټ يې اسلامي امارت د حکومتولۍ چارې تنظيم کړي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، تمه ده چې په ياده شورا کې به د ښځو د حقونو په اړه هم بحث وشي او په اړه به يې يوه څرګنده نتيجه ترلاسه شي.

نوموړي زياته کړې، دا مهال د ښځو د حقونو په برخه کې د نظر اختلاف موجود دی او زياتوي چې د ياد اختلاف د له منځه وړلو په موخه به، د ښځو حقونو تعريف او حکومت به يې پر رعايت کولو مکلف شي.

نږدې پنځه مياشتې کېږي چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک نيولی، خو لا هم د حکومتولی ډېرې چارې له سکتګۍ سره مخ دي او په ځانګړې توګه نجونو ته اجازه ورنه کړل شوه چې ښوونځيو ته لاړې شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...