Home » سیمه او نړی » جنوبي وزيرستان کې بل پاکستانی پوليس هم د نامالومو کسانو له لوري وژل شوی

جنوبي وزيرستان کې بل پاکستانی پوليس هم د نامالومو کسانو له لوري وژل شوی

په جنوبي وزيرستان کې ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د ګوزڼ ضد واکسين د ډلې يو ساتونکی نن يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) د نامالومو کسانو له لوري په ډزو وېشتل شوی او وژل شوی دی.

دوی زياته کړې چې دا پېښه د ټانک ولسوالۍ اړوند په شاداګره کلي کې رامنځته شوې ده. د چارواکو په خبره پوليسو د يادې پېښې د عاملانو نيولو په اړه پلټنې پيل کړي دي.

له دې پېښه يوه ورځ وړاندې پرون د شنبې په ورځ هم يو پاکستانی پوليس چې د ګوزڼ ضد واکسين د د يوې ډلګۍ ساتنه يې کوله، په ډزو وژل شوی و او پړه يې د تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستې وه.

په قبايلي سيمو کې يو وار بيا داسې مهال د پاکستاني پوليسو او پاکستاني پوځيانو هدفي وژنې پيل شوي چې تحريک طالبان پاکستان له پاکستان حکومت سره يو مياشتنی اوربند پای ته ورساوه او تور يې پورې کړ چې پاکستان د اوربند په بدل کې ورسره کړې ژمنې ماتې کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...