Home » افغانستان » جرمني په خپلو هېواد کې د ۲۵زره افغانانو د منلو اعلان وکړ

جرمني په خپلو هېواد کې د ۲۵زره افغانانو د منلو اعلان وکړ

جرمني اعلان وکړ چې د اروپايي هېوادونو له لوري د ۴۰زره افغانانو د منلو له هوکړې سره سم به، دغه هېواد له ياد شمېر ۲۵زره افغانانو ته په خپل هېواد کې پنا ورکړي.

د دغه هېواد چارواکو ويلي، د هغو افغانانو پنا غوښتنه مني چې د په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم يې ژوند په خطر کې لوېدلی وي.

د چارواکو په خبره، له ۲۰۱۵ زېږديز کال را په دېخوا ۹سوه زره کسان په جرمني کې د پنا اخيستو هڅه کوي، چې ډېره يې د افغانستان، سوريې او عراق وګړي دي.

له دې يوه ورځ وړاندې اروپايي ټولنې اعلان کړی و چې د يادې ټولنې غړي هېوادونه به په افغانستان کې وضعيت او خطرونو ته په پام سره ۴۰ زره افغانانو ته پنا ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...