Home » سیمه او نړی » د امريکا په څو ايالتونو کې توپانونو لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي

د امريکا په څو ايالتونو کې توپانونو لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي

امريکايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په څو سوېلي ايالتونه پرون جمعه او نن شنبه د (لېندۍ په ۲۰مه) د سختو توپانونو شاهدان وو.

د کينتاکي والي انډې بيشيير رسنيو ته ويلي، توپانونه چې توند باد يې هم ملتيا کوله په کينتاکي او څېرمه نورو ايالتونو کې خلکو ته د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.

نوموړي زياته کړې، لومړني ارقام ښيي چې د يادو توپانونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي. نوموړي که څه د ټپي شويو کسانو کره شمېر نه دی ښودلی، خو ويلي يې دي چې يو شمېر کسان په کې ټپی شوي هم دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د يادو توپانونو خپرې شوې وېډيوګانې او انځورونه ښيي چې د خلکو د اوسېدنې ډېری کورونه په کې زيانمن شوي دي.

چارواکو خبر ورکړی چې توپان ځپلو سيمو ته د ژغورنې ډلې او دغه راز خلکو ته لومړنۍ مرستې ورسول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...