Home » افغانستان » شمالي وزيرستان کې د ځمکې پر سر قومي شخړې له امله ۶ تنه وژل شوي

شمالي وزيرستان کې د ځمکې پر سر قومي شخړې له امله ۶ تنه وژل شوي

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي، په ميرعلي کې د عيدک او بوراخېلو دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې او په ترڅ کې يې ۶ تنه وژل شوي دي.

ځايي اوسېدونکو ويلي چې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی. دوی ټينګار کړی چې چارواکي دې د يادې جګړې د درولو په موخه لاس په کار شي.

د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکو په خبره، د يادو قبيلو ترمنځ له مودې راهيسې لانجې او دعودې روانې وې چې په ترڅ کې يې وسله‌واله نښته رامنځته شوه.

د شمالي وزيرستان چارواکو بيا خبر ورکړی چې د شخړې د درولو په موخه لاس په کار شوي او هڅه کوي چې پېښه شوې لانجه د خبرو له لارې غوڅه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...