Home » سیمه او نړی » پاکستاني طالبان: پاکستان پر ژمنو عمل نه دی کړ؛ ځکه اوربند نه غځوو

پاکستاني طالبان: پاکستان پر ژمنو عمل نه دی کړ؛ ځکه اوربند نه غځوو

د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمنځ يو مياشتنی اوربند د ډيسمبر په ۹مه پایته ورسېد او د يادې مودې له پوره کېدو سره، تحريک طالبان پاکستان يا TTP اعلان کړی چې د اوربند غځولو پر ځای د پاکستان پوځ پر وړاندې جګړه کوي.

پاکستاني طالبانو پاکستان تورن کړی چې د اوربند په بدل کې يې ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي. دې ډلې ويلي، که له يوې خوا د پاکستان پوځ د دوی نيول شويو کسانو له ډلو څو تنه پرېښي، خو ترڅنګ يې په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې عمليات دوام لري او ګڼ شمېر وسله‌وال يې نيول شوي دي.

تحريک طالبان پاکستان ويلي، د همدې ژمنو ماتولو له کبله له پاکستان حکومت سره اوربند نه کوي او په خبره يې په دغه هېواد کې د شريعت حاکمولو په موخه به جګړې ته دوام ورکړي.

له دې وړاندې پاکستاني چارواکو تمه ښودلې چې د اوربند پرمهال د شويو مذاکراتو په پايله کې به ياد يو مياشتنی اوربند نور هم وغځول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...