Home » افغانستان » صالح: د طالبانو له لاسه د افغانستان نږدې ټول خصوصي بانکونه سقوط شوي

صالح: د طالبانو له لاسه د افغانستان نږدې ټول خصوصي بانکونه سقوط شوي

مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح يو ځل بيا اسلامي امارت د بانکونو له مالکانو سره پر زور زياتي تورنوي او وايي، د همدې زور زياتي له کبله د افغانستان نږدې ټول خصوصي بانکونه سقوط شوي دي.

نوموړي نن سې‌شنبه د (لېندۍ په ۱۶مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، طالبانو په پټه خوله د خصوصي بانکونو شتمنۍ په لاس کې نيول او دا کار د دې سبب شوی چې د افغانستان له نړيوال بانک AIB پرته نور ټول خصوصي بانکونه د مسووليت ترسره کولو توان له لاسه ورکړي او مات شي.

نوموړي دغه راز تور پورې کړی چې اسلامي امارت د بانکونو له مسوولانو سره ښه چلند نه کوي او د توند چلند له امله يې د بانکونو مالکان او نور مسوول چارواکي له هېواد وتلي دي.

د امرالله صالح دې تازه څرکندونو په اړه د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي. نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستيو کې له بانکي خدمتونو د خلکو شکايت زيات شوی دی.

د يادو شکايتونو او اقتصادي بحران د زياتېدو په ترڅ کې، نن دوشنبه د کابل په صرافيو مارکېټونو کې يو ډالر د ۱۰۱.۵۰ افغانيو په مقابل کې تبادله شو، چې اقتصادي شنونکي يې د افغانيو په مقابل کې د ډالر د بيې په بې‌سارې توګه پورته کېدو له امله د وضعيت احتمالي بحرانېدو په اړه اندېښمن کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...