په ميانمار کې د پرځول شوي ملکي حکومت مشره انسانسوچي په توقيف کې له څو مياشتو تېرولو وروسته د محکمې د پرېکړې له مخې پر ۴ کاله بند محکومه شوه.
نوموړې په ميانمار کې د اختلاف هڅولو او دغه راز د طبيعي پېښو په چوکاټ کې د کرونا په اړه د وضعه شويو قوانينو په نقضولو کې مجرمه پېژندل شوې ده.
انسانسوچي له نيول کېدو وروسته په ۱۱ مواردو کې پر جرم تورنه شوې چې په کې تاوتريخوالی او دغه راز مالي فساد هم شامل و. خو نوموړې بيا پر ځان لګېدلي دغه تورونه رد کړي دي.
انسانسوچي د وران ۲۰۲۱ زېږديز کال په فيبروري کې د کودتا په وسيله د پوځ له لوري له واک وپرځول شوه او پوځ د ميانمار ټولې واګې په لاس کې واخيستې.