وروسته له هغې چې د امريکا په شمول د نړۍ له شلو زياتو هېوادونو په سيستماتيکه توګه د مخکينو نظاميانو وژل کېدل وغندل او له طالبانو يې د عمومي بښنې فرمان د تطبيق غوښتنه وکړه، تازه اسلامي امارت ويلي چې د عمومي بښنې له فرمان سرغړوونکي کسان به مجازات شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د يادو هېوادونو د غوښتنې په ځواب کې ويلي، اسلامي امارت د بښنې عمومي فرمان ته ژمن دی او د سرغړونې په صورت کې به مرتکبو کسانو ته له قانون سره سمه سزا ورکوي.
اسلامي امارت دا خبر داسې مهال ورکوي، چې پرون امريکا او د اروپايي ټولنې ګڼو غړيو هېوادونو د طالبانو له لوري په افغانستان کې د مخکينيو نظاميانو وژل کېدل او په زور د دوی ورک کول د اندېښنې وړل وبلل.
يادو هېوادونو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له اسلامي امارت وغوښتل، چې د ورته پېښو د مخنيوي په موخه دې د بښنې عمومي فرمان تطبيق او ژمنتيا دې ورته وښايي.