Home » افغانستان » اسټين له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو پر شېوه پښېماني ښودلې

اسټين له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو پر شېوه پښېماني ښودلې

د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزارت له هغو نظرونو سره موافقه ښودلې چې له مخې يې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو روش ناسم ښودل شوی دی.

لوېډ اسټين چې د ريګان ملي دفاع په مجمع کې يې خبرې کولې، له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو وتلو په اړه د پېښمانۍ پر بنسټ ولاړو پوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی.

نوموړي ويلي، له دې امله چې د يادو عملياتو پرمهال يې ۱۳ سرتېري وژل شوي، خواشينی دی. اسټين زياته کړې چې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو پرمهال يې يو شمېر مسلکي او تکړه سرتېري د يوې چاودنې په ترڅ کې له لاسه ورکړي او له همدې کبله ورته د تخليې ياد عمليات د خواشينۍ وړ وو.

په همدې غونډه کې يو شمېر نظامي کارپوهانو بيا خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د امريکا نامسووله وتلو، په نړيواله کچه د متحدانو په منځ کې د امريکا ارزښت تت کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...