Home » افغانستان » ملا برادر: د سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې به ژر لرې شي

ملا برادر: د سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې به ژر لرې شي

د اسلامي امارت د رئيس‌الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر نن يک‌شنبه د (لېندۍ په ۱۴مه) د خصوصي سکټور له استازو سره ليدلي او په ياده لېدنه کې د سوداګرو له لوري د سوداګرۍ پر وړاندې پرتې ستونزې بيان شوي.

په لېدنه کې د خصوصي سکټور له لوري په بانکي سیسټم، د پیسو په لېږد رالېږد او د سوداګرۍ په برخه کې پرتې ستونزې شریکې شوي او د يادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه يې د حکومت له لوري پر بشپړه همکارۍ ټينګار کړی دی.

د خصوصي سکټور له استازو سره په دغه لېدنه کې د رئيس‌الوزرا لومړي مرستيال ملا برادر د سوداګرۍ اړوند ستونزو د حل په اړه د هر ډول لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی.

نوموړی دغه راز د اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د سوداګرو د ستونزو په حل کولو کې جدي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په بشپړه توګه د بانکي نظام نه فعالېدو له امله، ګڼ سوداګر شکايت کوي چې د پيسو په لېږد رالېږد کې له ستونزو سره مخ دي او دې چارې د اجناسو لېږد رالېږ هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...