په ننګرهار کې د واده پرمهال د ورا موټر ټکر کېدو له امله ۹ کسان وژل شوي دي. عيني شاهدان وايي، پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې موټروان غوښتل له بل موټر مخکې شي، خو د مخکې کېدو پرمهال له ونې سره ټکر شوی.
دغه پېښه د ننګرهار بټېکوټ ولسوالۍ اړوند په سپين خوړ سيمه کې رامنځته شوې ده. په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ناتائيد شوي مالومات ښيي چې په وژل شويو کسانو کې ۸ تنه د يوې کورنۍ غړي دي. عيني شاهدانو دا هم ويلي چې پېښه د موټروان د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.