د امريکا متحده ايالاتو د يو شمېر هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې ګواکې د افغانستان د مخکينيو امنيتي او دفاعي ځواکونو منسوبين په سيستماتيکه توګه په نښه کېږي او ان په زور له خپل کور او کلي هم ورک کېږي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د بشر حقونو د څار نړيوال سازمان او يو شمېر نورو بنسټونو له لوري د افغان سرتېرو د وژلو او په زور د دوی د ورک کول ثبت شوې پېښې بګنوونکي دي.
په اعلاميه کې دغه عمل د بشري اصولو او دغه راز د اسلامي امارت له لوري د سرتاسري بښنې له اعلان سره په تضاد کې بلل شوی دی. په اعلاميه کې پر اسلامي امارت غږ شوی، چې د عمومي بښنې په تطبيق سره دې دا يقيني کړي چې افغانستان د مخکيني حکومت چارواکو او د مخکينيو امنيتي او دفاعي ځواکونو د غړيو لپاره خوندي دی.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په دې اعلاميه کې د ورته هغو پېښو پر څېړنې او له عاملانو سره يې د حساب پر کولو هم ټينګار شوی، چې د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو وروسته ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې د تېر نظام د امنيتي او دفاعي سرتېري د ترور لړۍ دوام لري او په دې ترڅ کې سلګونه مخکيني سرتېري وژل شوي دي.