د کرکټ نړيوالې شورا ICC په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د کرکټ وضعيت ارزونې په موخه ځانګړی هيئت ټاکلی او دنده يې ورسپارلې څو په دې اړه خپل مالومات بشپړ کړي.
د ایسيسي له لوري په ټاکل شوي هيئت کې چې مشري يې عمران خواجه کوي لاوسن نايډيو، رميز راجه او راس مېکالم شامل دي. دوی ته دنده سپارل شوې چې په افغانستان کې د کرکټ وضعيت په اړه د مالوماتو يو بشپړ راپور په راتلونکو څو مياشتو کې د کرکټ نړيوالې شورا مشرتاته بورډ ته وړاندې کړي.
ایسيسي په دې اړه يوه لنډه خبرپاڼه کې ويلي، دغه پرېکړه يې په افغانستان کې د حکومت بدلېدو ته پام سره کړې ده.
له دې وړاندې انګيرل کېده چې ګواکي د کرکټ نړيواله شورا ښايي په افغانستان کې د وروستيو سياسي تحوولاتو له امله د افغانستان کرکټ په اړه يوه غوڅه پرېکړه وکړي.