په اېتوپيا کې د جګړې زياتوالي او دغه راز په ياده جګړه د ټېګري وسلهوالو له پرمختګ سره سم، امريکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې وضعيت خراب دی او په بېړه دې له دغه هېواد څخه ووځي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېد پرايس په يوه خبرپاڼه کې چې پرون دوشنبه د (لړم په ۲۴مه) خپره شوې ويلي، دا ممکنه نه ده چې د افغانستان په څېر دې له اېتوپيا څخه هم خپل وګړي او همکاران وباسي، نو اړتيا ده چې امريکايي وګړي ژر په ملکي پروازونو کې له اېتوپيا ووځي.
نوموړي ويلي، امريکايي وګړو ته دغه لارښوونه له دې کبله کېږي چې په اېتوپيا کې سولې ته پر رسېدو باور نه لري او واقعيتونو ته په کتو دغه پرېکړه شوې ده.
دامهال په اېتوپيا کې د دولتي ځواکونو او ټېګري وسلهوالو ترمنځ جګړه د پلازمېنې اديس ابابا په شاوخو يو نيم سل کېلومترۍ کې دوام لري.
ملګرو ملتونو له دې وړاندې پر دواړو خواوو غږ کړی چې مذاکرات وکړي او اجازه دې ورکړي چې خېريه بنسټونه ملکي وګړو ته مرستې ور ورسوي.