Home » افغانستان » امريکا: په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو له روسيې سره خبرې شوي

امريکا: په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو له روسيې سره خبرې شوي

امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د امريکا او روسيې ګډو ګټو په موخه يې د روسيې له چارواکو سره خبرې او سلا مشورې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د يادو خبرو لپاره يې پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۲۴مه) په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړې استازي ضمير کابلوف او دغه راز يې د دغه هېواد د ملي امنيت له مرستيال سلاکار سره لېدلي دي.

نوموړي په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په افغانستان کې د ګډو ګټو پر سر د بحث ترڅنګ له نړيوالو سره د طالبانو له لوري پر شويو ژمنو او دغه راز پر يادو ژمنو د طالبانو درېدو پر اړتيا هم خبرې شوي دي.

د امريکا او روسيې چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو پر سر خبرې کوي چې له دې وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي و، چې په افغانستان کې د کډوالۍ بحران مسووليت د لوېديځ هېوادونو پر غاړه دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...