د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ۱۴ ولسواليو کې يې د نويو بڼو د جوړولو چارې پيل کړې چې په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه بشپړ شي.
د کرنې رئيس عبدالستار وايي چې دا بڼوبه په کوټ، اچين، خوږياڼو، روداتو، چپرهار، درهنور، بټي کوت، لعلپورې، مومندرې، هسکې مېنې، پچير اګام او شينوارو ولسوالۍ کې پر ۱۳سوه جرېبه ځمکه جوړېږي.
نوموړي زياته کړې، ټاکل شوې چې پر ياده اندازه ځمکه ټولټال ۱۰۴زره نوي مېوه لرونکي نيالګي چې د ليمو، انارو، الوچې، شفتالو، مالټې او سرو املوکو نيالګي په کې شامل دي کېنول شي.
عبدالستار وايي، په پام کې ده چې په راتلونکي پسرلي کې هم پر ۱۵سوه جرېبه نوره ځمکه هم بڼونه جوړ کړي. له دې وړاندې هم په ننګرهار پر سلګونه جرېبه ځمکه د بېلابېلو مېوو باغونه جوړ شوي وو.