جرمني خبر ورکړی چې له افغانستان څخه يې د هغو افغان همکارانو د ايستلو لړۍ روانه ساتلې چې په تېرو شلو کلونو کې يې د دغه هېواد له اړوند ماموريتونو سره کار او همکاري کړې ده.
دا څرکندونې د جرمني بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د ګنرال انتسايګر له ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي. نوموړي ويلي چې له افغانستان څخه د خپلو همکارانو د ايستلو په ترڅ کې يې تر دې مهال ۲زره همکاران د پاکستان له لارې ايستلي او يو شمېر نور لا هم په افغانستان کې دي.
نوموړي ويلي چې په افغانستان کې د بند پاتې همکارانو د ايستلو په موخه يې، له طالبانو سره مذاکرات پيل او جاري ساتلي دي او په دې توګه به په افغانستان کې پاتې هغو زرګونه افغان همکارانو د ايستلو خوندي لار برابره شي چې په جرمني کې يې اقامت ترلاسه کړی دی.
له جرمنې وړاندې د امريکا په شمول يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم ويلي چې په افغانستان کې يې لا هم يو شمېر افغان همکاران بند پاتې دي او هڅه کوي چې د دوی د ايستلو په موخه خوندي لار برابره کړي.