Home » سیمه او نړی » د عراق لومړی وزير د ترور له هڅې ژوندی وتلی

د عراق لومړی وزير د ترور له هڅې ژوندی وتلی

د عراق وسله‌والو ځواکونو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د لومړي وزير مصطفی الکاظمي پر کور د بې‌پيلوټه الوتکې بريد شوی، خو نوموړی له يادې پېښي ژوندی وتلی دی.

که څه هم تر اوسه د الکاظمي د ټپي کېدو په تړاو څه نه دي ويل شوي، خو روېټر خبري اژانس د نوموړي د ساتونکو په حواله خبر ورکړی چې په ياده پېښه کې د الکاظمي لږ تر لږه ۶ تنه ساتونکي ټپي شوي دي.

پېښه نن يک‌شنبه د (لړم په ۱۶مه) سهار مهال د عراق په پلازمېنه بغداد کې رامنځته شوې ده. له بريد وروسته مصطفی الکاظمي پر ټوېټر لېکلي چې رک روغ دی.

الکاظمي دغه راز له بريد وروسته په يوه لنډه ټلوېزيوني پيغام کې ويلي، چې ورته بزدلانه بريدونه نه وطن او نه هم راتلونکی جوړولی شي.

پر نوموړي دغه بريد داسې مهال کېږي چې د اګټوبر ۱۰ مې له پارلماني ټاکنو وروسته په دې هېواد کې پراخ لاريونونه پيل شوي. د لاريون رهبري کوونکې سياسي ډله چې په يادو پارلماني ټاکنو کې يې ماتې خوړلې، پر وسلو سمبال ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...