Home » افغانستان » محکمې علي وزير د پاکستان د پوځ پر ضد څرګندونو په يوه بله قضيه کې هم تورن ګڼلی

محکمې علي وزير د پاکستان د پوځ پر ضد څرګندونو په يوه بله قضيه کې هم تورن ګڼلی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير چې له يوه کال راهيسې د پاکستاني ځواکونو له لوري نيول شوی او دا مهال د محاکمې له پرېکړې پرته په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي، د کراچۍ محکمې له لوري د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د دغه هېواد د پوځ پر ضد پر څرګندونو تورن شوی.

د محکمې په دې پرېکړه کې د نوموړي غورځنګ نهه نور غړي هم شامل دي چې د ګواکې د پوځ خلاف يې پاروونکې خبرې کړې دي. په دې کسانو کې پر علي وزير سربېره ابراهيم خان، نعمت‌الله، بصيرالله، احسان‌الله، محمد سرور، نورالله ترين، جاوېد رحيم، شېر ايوب خان او محمد طاهر شامل دي.

د چهار شبنې په ورځ په کراچۍ کې د محاکمې له لوري د قضيې له اورېدنې وروسته، د يادې محکمې په اعلان شوې پرېکړه کې راغلي چې د تېر ۲۰۲۰ زېږديز کال په ډسمبر کې پوليسو داسې مالومات ترلاسه کړي، چې د کراچۍ په سوراب کوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ترسره شوې غونډه د حکومت له اجازې پرته دايېره شوې وه او په کې د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د دغه هېواد د پوځ پر ضد خبرې په کې شوې وې.

دې پرېکړې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو او پلويانو توند غبرګون راپور ته کړی دی. د دغه غورځنګ پلويان وايي، پاکستان د تحريک لبېک له ډلې سره چې په لاريونونو کې يې د تاوتريخوالي له امله پوليس وژلي، پټې هوکړې کوي خو علي وزير يې د حق غوښتنې سوله‌ييزې مبارزې له امله له يوه کال راهيسې بندي کړی دی.

له دې وړاندې د عوامي ملي ګوند ايالتي مشر اېمل ولي خان ويلي و، چې د علي وزير د خلاصون په موخه به د خپل ګوند له ادرسه هم يو حرکت په لار واچوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...