ټاکل شوې د شل اووريز نړيوال جام سياليو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د (لړم په ۱۲مه) ماښام مهال د هند کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې ملي لوبډلې له هند سره د لوبې کولو په موخه له څو ورڅو راهيسې تمرينونه ترسره کړي او نن به په پوره چمتووالي او لوړ مورال سره د لوبې ډګر ته ښکته شي.
کرکټ بورډ دغه راز خبر ورکړی چې د اضغر افغان پر ځای يې له ريزرف لوبغاړو شرف الدين اشرف د ملي لوبډلې سکواډ ته ور زيات کړی او نوموړی به هم د افغان پر ځای د هند پر وړاندې سيالۍ کې ولوبېږي.
نړيوالو مبصرينو هم د افغانستان لوبډله د هند لوبډلې پر وړاندې ګواښوونکې بللې او ويلي يې دي چې د افغان ملي لوبډلې تېرو لوبو ته په پام سره ښايي په نننۍ لوبه کې هم برلاسې وي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام سياليو په ترڅ کې درې لوبې کړي چې له سيکاټلنډ او نميبيا سره دوې لوبې يې ګټلي او يوه هغه يې پاکستان ته بايللې ده.
ټاکل شوې د افغانستان او هند لوبډلو ترمنځ لوبه نن ماښام مهال ۶ نيمې بجې پيل شي.