د سعودي عربستان د اطلاعاتو پخوانی وزير شهزاده ترکي الفيصل وايي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو پرېکړه د بايډن ادارې له لوري له وخت مخکې شوې او دا کار د دې سبب شوی چې په سيمه کې د امريکا نفوذ تر پوښتنې لاندې راولي.
نوموړي پرون سېشنبه ويلي، له افغانستان څخه د امريکا او ناټو ځواکونو وتل يوه ناکامه تجربه ده او له عراق څخه د امريکا او ناټو ځواکونو وتل هم ښايي د يادو قدرتونو نسبي ماتې وي.
الفيصل دغه راز زياته کړې چې له افغانستان او عراق دواړو د امريکا او ناټو ځواکونو ايستلو پر منځني ختيځ ژور اغېز کړی دی. د نوموړي په خبره د بايډن ادارې له لورې له يادې پرېکړې سره، په منځني ختيځ کې مبهم حالت رامنځته شوی او د راتلونکي په اړه يې اټکل سخت شوی دی.
نوموړي هغه مهال چې ولسمشر جوبايډن له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو پرېکړه وکړه نيوکه کړې وه، چې ښايي د امريکايي ځواکونو ځيني تجهيزات د القاعده شبکې د جنګياليو لاس ته پرېوځي او له همدې امله له افغانستان څخه د يادو ځواکونو د ايستلو پرېکړه ناسمه ده.