Home » سیمه او نړی » پاکستان کې پر تاوتريخوالي د لاريون اوښتو له امله لاريونوال او پوليس وژل شوي

پاکستان کې پر تاوتريخوالي د لاريون اوښتو له امله لاريونوال او پوليس وژل شوي

پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه هېواد پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د لاريون پرمهال د تحريک لبېک مذهبي ډلې او پوليسو ترمنځ تاوتريخوالی شوی دی.

د تحريک لبېک ډله وايي، کلونه کېږي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او پلويان يې محبور شوي چې اسلام‌اباد ته په لاريون لاړ شي.

د دې ډلې وياند صدام بخاري رسنيو ته ويلي، تحريک لبېک د پاکستان له حکومت څخه درې غوښتنې لري چې د دغه تحريک د نيول شوي مشر سعد حسېن رضوي، د تحريک نورو پلويانو خوشې کېدل او دغه راز له پاکستان څخه د فرانسې سفير شړل په کې شامل دي.

د دې ډلې سلګونه پلويانو پرون له لاهور څخه د اسلام‌اباد په لوري په اعتراض روان شول چې په لاره کې يې د پوليسو له لوري مخه ونيول شوه. له دې سره سم د تحريک لبېک پلويانو پر پوليسو د ډبرو ګزارونه پيل کړل او پوليسو پرې اوښکې بهوونکی ګاز وکاروه.

په دې ترڅ کې د رامنځته شوي تاوتريخوالي له امله، د چارواکو په وينا درې تنه پوليس وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. تر اوسه رسمي سرچينو د لاريونوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه شمېري نه دي خپرې کړي.

له دې وړاندې د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ويلي و چې د تحريک لبېک په غوښتنه د فرانسې سفير له هېواد نه شي شړلی؛ ځکه د نوموړي په خبره دا کار د دواړو هېوادونو پر اړيکو پورې تړلې مسئله ده.

تحريک لبېک دين ته د سپکاوي خاکو د خپراوي له امله له پاکستان څخه د فرانسې سفير د شړلو غوښتنه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...