روسيه چې پرون چهارشنبه د (تلې په ۲۸مه) د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ د غونډې کوربه وه وايي، طالبان دې په افغانستان کې بشري حقونه په بشپړه توګه رعايت کړي او د دې ترڅنګ دې د افغانانو له ارادې سره سم داسې ټولشموله حکومت هم جوړ کړي، چې د دغه هېواد د ولس ټولو اقشارو ته په کې خپل ځان وبرېښي.
د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف چې پرون يې يادې غونډې ته خبرې کولې وويل، په افغانستان کې د يوه ټولشموله حکومت رامنځته کول يوه اساسي اړتيا ده.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د موجوده بشري وضعيت په تړاو هم د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه، اوس د دې وخت را رسېدلی څو په افغانستان کې د بشري ناورين او کډوالۍ مخنيوي په موخه خپلې نړيوالې سرچينې ياد هېواد ته د مرستو جلبولو په موخه په لار واچوو.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د رئيسالوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي چې د افغانستان په تړاو يې د مسکو په دې غونډه کې د طالبانو د پلاوي استازولي کوله وويل، د افغانستان څنګ ته کول هېڅکله هم د سيمې او نړۍ په ګټه نه دي.
نوموړي زياته کړه چې دامهال په افغانستان کې د طالبانو له لوري تشکيل شوی حکومت ټولشموله دی، ځکه د حنفي په خبره د تېر نظام نږدې ټول کارکوونکي برحاله او خپلې دندې مخته وړي.
د افغانستان په تړاو په دې غونډه کې پر طالبانو سربېره د پاکستان، چين، هند، روسيې او دغه راز د منځنۍ اسيا هېوادونو استازو برخه اخيستې وه. د امريکا متحده ايالاتو ته هم په ياده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه چې نوموړي هېواد بيا په کې د نه ګډون پرېکړه اعلان کړه.
له دې سره د کريملېن وياند ديميتري پيسکوف ويلي، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو له ډلې هېڅ يو يې دې ته لېوال نه دی چې پولو ته يې څېرمه پروت يو دولت فلج شي.