Home » سیمه او نړی » پاکستان په خپل هېواد کې د چينايي وګړو خونديتوب لپاره ځانګړې قطعه جوړوي

پاکستان په خپل هېواد کې د چينايي وګړو خونديتوب لپاره ځانګړې قطعه جوړوي

پاکستان چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې به د چينايي وګړو د امنيت خونديتوب په موخه د پوليسو ځانګړې قطعه جوړه کړي. دغه پرېکړه داسې مهال شوې چې پاکستان کې پر چينايي وګړو بريدونه زيات شوي دي.

ياده قطعه به پر پاکستان سربېره په پښتونخوا کې هم د هغو چينايي وګړو د امنيت خونديتوب مسووليت ولري، چې د چين له لوري په تطبيق کېدونکو اړوندو پروژو کې کار کوي.

ټاکل شوې د يادې قطعې لپاره ډيورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو قبايلي سيمو هم ځوانان جذب شي. د چارواکو له لوري په دې اړه د ورکړل شويو مالوماتو له مخې د شمالي وزیرستان ۶۱ تنه، د جنوبي وزیرستان ۶۳، د خيبر ضلعې ۵۶، د باجوړ ۳۸، د اورکزو ۳۶، د مومندو ۵۳، د بيټنيو لکي مروت ۶، د کورمې ۳۹ د حسن خېلو ۷، د دره ادم خېلو ۱۰، د ټانک ۱۱، د درازنده ۱۰ او د بنو وزیرو ۱۵ کسان به په دغه قطعه کې د سرتېرو په توګه وګمارل شي.

پاکستان چارواکو داسې مهال د چينايي وګړو د امنيت خونديتوب په اړه د دغه جدي اقدام خبر ورکړی چې د بزنس ريکارډ نشريې د راپور له مخې، چين له پاکستان څخه د تېرې جولای په چاودنه کې چې د چينايي وګړو پر بس موټر وشوه او په ترڅ کې يې ۹ تنه چينايان ووژل شول، د ۳۸ ميليونه ډالرو د غرامت غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...