د پيسو نړيوال وجهي صندوق يا IMF له پاکستان سره پر دوو اونيو مذاکراتو سربېره هم د دغه هېواد هغه وړانديز ته د رد ځواب ورکړی، چې له مخې يې پاکستان غوښتل له نوموړي صندوق يو مېليارد ډالر پور کړي.
د پاکستان اکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستاني مرکچيان نه دي توانېدلي څو د پيسو نړيوال وجهې صندوق، پاکستان ته په ياده اندازه د اضافي پور په ورکولو قانع کړي.
که څه هم د پيسو نړيوال وجهي صندوق په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې پاکستان ته د ۶ مېليارد ډالرو په اندازه په مشروطه توګه د پور ورکول تصويب کړې، خو په مقابل کې يې پاکستان اړ دی چې د دغه سازمان له لوري ورته وضعه شوي شرايط پوره او په قسطواره توګه له دغه سازمان پېسې ترلاسه کړي.
په دې شرطونو کې د پاکستان دولت له لورې د برېښنا او تېلو بيو لوړول، کاروباري شرکتونو ته د ورکول کېدونکي ملاتړ او معافيت بندولو ترڅنګ د دغه هېواد مرکزي بانک په قوانينو بدلون او د ټکسونو لوړول شامل دي.
د اکسپرېس ټرېبيون د راپور پر بنسټ، که څه هم پاکستاني چارواکو د پور يو مېليارد ډالرو په اندازه د قسط ترلاسه کولو لپاره د پيسو له نړيوال وجهي صندوق يا MIF سره د روانې اکټوبر له ۴مې تر د همدې مياشتې ۱۷مې پورې مذاکرات کړې، خو نه دي توانېدلي چې د وضعه شويو شرايطو د پوره کولو په اړه ياد مالي سازمان ته قناعت وکړي.
د راپور پربنسټ د پاکستان خزانې وزير شوکت ترين د ياد پور ترلاسه کولو لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره هم لېدلي خو هېڅ کومه مثبته پايله يې نه ده ورکړې.
دا دويم ځل دی چې پاکستان د شرايطو نه پوره کولو له امله د پيسو نړيوال وجهي صندوق له لوري د ورکول کېدونکي پور د شپږم قسط په اخيستلو کې ناکامېږي.