تېره ورځ په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د مرستیال په ګډون ۶ تنه وسله وال هغه مهال وژل شوي چې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريد پلان درلود.
د افغانستان ملي دفاع وزارت نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو طالبانو پلان درلود د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو برید وکړي.
د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي:” د تندر قول اردو د څلورمې او پنځمې لوا ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه برید د پلان د عملي کیدو څخه مخنیوی کړی چې په پایله کې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ د میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم مرستیال د ۶ تنو طالبان سره وژل شوی او یو میل دهشکه د طالبانو هم تخریب شوي.”