Home » افغانستان » عمران خان بيا له نړيوالو غوښتي چې له طالبانو سره تعامل وکړي

عمران خان بيا له نړيوالو غوښتي چې له طالبانو سره تعامل وکړي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا له نړيوالو غوښتي چې له طالبانو سره کار ورکړي څو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه پياوړی حکومت رامنځته شي.

نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه د (تلې په ۱۹مه) کړي او زياته کړې يې ده، که نړيوال له طالبانو سره تعامل ونه کړي نو د دې امکان شته چې دا ډله يو وار بيا ۲۰ کاله وروسته حالت ته ستنه شي.

عمران خان ويلي، که د طالبانو پر وړاندې د نړيوالې ټولنې او هېوادونو اوسنی دريځ همداسې دوام وکړي او په ترڅ کې يې دا ډله دوو لسيزو وړاندې حالت ته ستنه شي، نو د ډېر احتمال شته افغانستان يو ځل بيا د ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د داعش ډلې پر پټنځي بدل شي.

نوموړي زيآته کړې، حکومت يې په دې هڅه کې دی چې له طالبانو سره يوه داسې ټول‌شموله حکومت جوړولو پر سر خبرې وکړي چې نړيوالو ته د منلو وړ وي، د بشري حقونو مدافع او دغه راز اجازه ورنه کړي چې خاوره يې د نورو پر ضد وکارول شي.

د افغانستان په تړاو د عمران ورته متواترو خبرو په افغانستان کې د شنونکو غبرګونونه راپورته کړي او وايي، د عمران خان دا ډول هڅې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

د دوی په باور، افغانان کولی شي خپلې ستونزې د دولتۍ له رامنځته شوي فرصت په استفادې حل کړي او په خبره يې عمران خان دې د سياسي نورمونو په مراعتولو سره د افغانستان په نيابت خپله خلاصه کړې خوله بنده کړي.

نوموړي له دې وړاندې هم څو ځله ويلي چې له طالبانو سره د ټول‌شموله حکومت جوړولو په موخه پر خبرو لګيا دی او دا ډله به دې ته وهڅوي چې د نړيوالو له ارادې سره سم عمل وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...