د پاکستان ولسمشر عارف علوي سيمهييز پيوستون او په مرکزي اسيا کې د فعال اقتصادي تحرک دوام يوازې د افغانستان له لارې ممکن بللی او ويلي يې دي چې دا هېواد د پيوستون عمده نقطه ده.
نوموړي عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې له رسنيو په خبرو کې زياته کړې، اوس د دې وخت را رسېدلی چې مرکزي اسيا او د سيمې ټول هېوادونه د سوداګرۍ له لارې سره وصل شي.
علوي ويلي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات خورا مهم دي، ګني په خبره يې له افغانستان پرته سيمهييز پيوستون ممکن نه دی.
نوموړي رسنيو ته زياته کړې د يادې موخې لپاره پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی؛ ځکه په خبره يې پاکستان په سيمه کې له بدو اقتصادي عواقبو کړېږي.
د افغانستان لپاره د سيمهييز پيوستونو په تړاو د پاکستان ولسمشر عارف علوي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان تېر حکومت هم تل يادې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان جرافيهوي موقعيت مهم بللی.